د نن ورځې مهم خبرونه

ملی امنیت: ډیر ژر به دسمنگان د برید غچ واخلو 

د ملي امنیت ریاست لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او د هغوی د بهرنیو وسله والو پرضد هم عملیات پیلیږي.


صدیق صدیقي : د طالبانو له لوري په خوشې شویو بندیانو ۱۷۵ تنه یې ملکیان دي

د ولسمشر وياند، صديق صديق وايي، طالبانو تر اوسه د زر تنو له جملې څخه ۶۹۰ بنديان خوشې کړې، چې ۱۷۵ يې ملکيان دي.

د هغه په وينا، کيدای شي د طالبانو هغه ادعا چې وایي دوی سره ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان دي، حقیقت ونه لري.


د کابل سروبي ولسوالۍ کې دسړک دغاړې ماين پنځه ملکي  وگړي وژلي

د سروبي ولسوالۍ ځايي مسوولين وايي، چې نن سهار جګدلک سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د ښځو او ماشومان په ګډون 5 تنه وژل شوي او 11 تنه نور ټپيان دي.


ارشد امنیتي معین: زبیر مشهور په عقاب تخار ونیول شو 

د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين وايي، چې زبير دانش مشهور په عقاب تخار د پوليسو له لوري ونیول شو او څارنوالۍ ته معرفي شو.

نوموړی په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې حبيبې دانش زوی دی او په کابل ښار کې د عامه نظم په اخلال تورن دی.


روسیي او امریکا دافغانستان په اړه خبرې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو خپل روسي سیال سرګی لاوروف سره د تيليفون له لارې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

دوی په دغه تيلیفوني اړيکه کې، د سولې، انتخاباتو او امنيتي وضيعت په تړاو بحث کړی دی.


د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې

د هېواد په کچه د کرونا ويروس ۱۳۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي. په دغه موده کې ۲۴ تنه د کوېډ ۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

په هېواد کې د کرونا د مجموعي مثبتو پېښو شمېر ۳۴۷۴۰ ته ورسېد.


پخوانی امریکایي جنرال : طالبانو دامریکا باور نه دی ترلاسه کړی

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او په اروپا کې د ناټو پخوانی جګپوړی قوماندان جېمز ستاوریدیس پدې باور دی، چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۸۰۰۰ څخه راټیټ نه کړي ځکه چې طالبان د امریکا د اعتماد په ګټلو بریالي شوي ندي.


دبشري حقونو کمېسیون: پېر وشپږ میاشتو کې د ملکي وگړو تلفات 11 سلنه کم شوي 

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په خپل تازه راپور کې ويلي، چې په تېرو شپږ مياشتو کې د ملکي وګړو تلفات ۱۱ سلنه کم شوي. راپور کې راغلي، چې په دغه موده کې ۱۲۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۴۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د راپور له مخې، په اوسط ډول هره ورځ ۱۶ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.



 

په تیرو 15 میاشتو کې 50 دو لتي کار کوونکي د اداري فساد په تور نیول شوي 

لويې څارنوالۍ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په تېرو 15 مياشتو کې د دغې ادارې په ګډون 50 دولتي کارکوونکي د اداري فساد اړوند جرمونو په تور نيول شوي دي.

اعلاميه کې راغلي، چې په نيول شويو کسانو کې 24 تنه رئيسان، څارنوالان، د لويې څارنوالۍ کارکوونکي او 15 تنه د نورو ادارو شامل دي.


خلیلزاد وايي، د قطر تر تړون وروسته طالبانو افغانستان کې هیڅ امریکایی نه دی وژلی

دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا پخپلو ژمنو عمل کړی، خو طالبان د تاوتریخوالي کمولو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې د افغان ځواکونو خلاف د طالبانو جګړه سخته شوې ده.


پروان کې يوه کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي

د پروان ولايت ځايي مسوولین وايي، چې په دې ولايت کې د بلال په نوم د پوځ يوه پخواني سرتېري، د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن، خور او نيکه وژلي دي.

د دوی په وينا، چې قاتل له سيمې تښتېدلی او د نيولو هڅې يې روانې دي.


کندهار کې یوه امریکایي سرتېری وژل شوی 

د امريکا دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي ، چې په کندهار ولايت کې يې يو سرتېری له جنګ پرته په يوه پېښه کې وژل شوی.

اعلاميه کې راغلي، چې دغه سرتېری، جوزف ترنت البا نومېده او ۲۴ کاله عمر يې درلود.

روان کال افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د تلفاتو شمېره ۱۰ تنو ته ورسېده.

 

امریکا په افغانستان کې له 5 نظامي هډو څخه خپل عسکر ویستلي دي

يو شمېر امريکايي چارواکي وايي، چې له طالبانو سره د سولې تړون له مخې يې په هلمند، لغمان، پکتيکا او ارزګان کې له نظامي هډو څخه خپل عسکر ويستلي دي.

زلمي خلیلزاد هم ويلي، چې له توافقنامې سره سم يې عسکر کم او پنځه اډې تخليه کړي؛ خو نوموړي په مشخصه توګه هډې او ولايتونه نه دي ښودلي.


 

 

 



  • 24 چنګاښ 1399